افغانستانراپورونه

حکمتیار د تکبیر په نعرو سره د لاریونونو د پیل خبر ورکړ

د اسلامي حزب مشر، ګلبدین حکمتیار د ټاکنیزو جنجالونو زیاتیدو په درشل کې د لاریونونو د پيلولو خبر ورکړ.

ښاغلي حکمتیار چې نن جمعه یې کابل کې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې، وویل د خپل حق او پاکو رایو دفاع لپاره له هرو ممکنه لارو کار اخلي.

ښاغلي حکمتیار یو ځل بیا د موقت حکومت په سیوري کې د شفافو ټاکنو پر ترسره کیدو ټينګار وکړ.

حکمتیار وویل په هر صورت کې که هغه ټاکنې وي یا سوله، د موقت حکومت جوړیدو ته اړتیا ده، تر څو د سولې خبرې نتیجه ورکړي او شفافې ټاکنې وشي.

هغه موجوده حکومت د سولې پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ یاد کړ او زیاته یې کړه چې دغه حکومت د خپل ځان بقا لپاره د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي.

ګلبدین حکمتیار په داسې حال کې د لاریونونو د پيلیدو خبر ورکړی، چې همدا نن جمعه په کابل کې د اسلامي حزب پلویانو لاریون کړی دی.

د همدې ترڅنګ په ځینو نورو ولایتونو کې د ثبات او همپالنې ټیم پلویانو هم لاریون کړی دی.

دوی د ټاکنو کمیسیون ټولې پریکړې ناقانونه بولي او د کمیسیون چارواکي د یوه ځانګړي ټیم په پلوی تورنوی.

دغه خبري غونډه د حکمتیار د احساساتي وینا څخه وروسته د ده د پلویانو لخوا د تکبیر په نعرو سره پاې ته ورسیده.

ورته مطالب

Back to top button