
د امریکا فلوریډا ایالت څخه کلیفورنیا ته تلونکې الوتکې چې د ځمکې څخه په زرهاو فوټه لوړه وه یو ماشومې دې نړۍ ته سترګې وغړولې، ددغې ماشومې مور پلار ډیر خوشاله وه دوئ په ماشومه د نوم کیښودلو مشوره وکړه خو پلار يې د سکايی (اسمان) نوم خوښ وه او همغه يې پرې کیښود.
مور يې نریدا ارواجو هم وايي، چې دا نوم مې خوښ ده او له دې څخه بل ښه نوم کوم کیدالائ شي، دا میرمن وايي، ډاکټرانو د سفر اجازه یو ورځ مخکې راکړه خو په الوتکه کې د نیم ساعت سفر څخه وروسته مې لور وشوه، دغې ماشومې ته د امریکا هوايي چلند ادارې هم سهولتونه ورکړي خو تر اوسه واضح نه ده کوم سهولوتونه دي.



