افغانستانراپورونه

میاخان: لور مې ۱۲ کیلومتره لرې ښوونځي ته په موټر سایکل وړم

د افغانستان جنوب ختیځ زون چې خلک په لوڼو ذده کړي شرم ګڼي خو په پکتیکا کې میاخان کاکا په دې خاطر چې لور به مې لویه ډاکټره شي د کور څخه ۱۲ کیلومتره لرې ښوونځي ته خپله لور په موټر سایکل وړي، د میاخان دا خبر په لومړي ځل په افغانستان کې میشت د سويډن موسسې لخوا ورکړل شو چې په ټوله نړۍ کې د ټویټر مشهور ټرینډ ترې جوړ شو او میاخان اوس د نړۍ یو بهادر کس نومول شوی دا خبر د پاکستان اکثرو رسنیو هم نشر کړ تر څو خپلو خلکو ته وښايي چې یو کس د ذده کړو لپاره څومره مزل وهي.

د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې اوسیدونکی میا خان کاکا هره ورځ خپلې لوڼې ۱۲ کیلو متره په موترسایکل باندې ښوونځي ته بیایي اوله څو ساعتونو وروسته یې بېرته کورته بیايي.

میا خان کاکا وایي: “خپله مې زده کړې نه دي کړې او له ورځې مزدوري کوم، خو د لوڼو زده کړې راته ډېرې مهمې دي. ځکه زموږ په سیمه کې ښځینه ډاکټره نشته. نو دا زما لویه هیله ده چې په لورانو دزامنو په څېرلوړې زده کړې وکړم.”

ورته مطالب

Back to top button