
د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد په خپل یوه تازه ټویټ کې ویلي چې افغان ځواکونو، ناټو او طالبانو په ننګرهار کې داعش ډله وځپله
خليلزاد ویلي افغان او ناټو ځواکونو د داعش پر وړاندي مهم پرمختګونه کړي دي او دغه ډله یې سخته ځپلې ده.
خلیلزاد لیکلي: “په ننګرهار کې وروستی کمپاین، یوه بیګله ده. د متحدو ایالتونو/ائتلاف او افغان امنیتي ځواکونو، دغه راز د طالبانو، لخوا د اغیزمنو عملیاتو له کبله داعش-خراسان سیمې او جنګیالي وبایلل. سلګونه تسلیم شول. داعش-خراسان محو شوی ندی، خو دا رښتونی پرمختګ دی.”
د افغانستان ولسمشر څو اونۍ وړاندې ننګرهار ته په سفر کې د داعش ډلې د ختمولو ادعا وکړه.
طالبانو هم ادعا کړې وه چې دوی په ننګرهار کې داعشیانو ته ماتې ورکړې ده.



