
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې ویلي، په افغانستان کې د موقت حکومت جوړولو خبرې بې ځایه دي او ډېر ژر به د ټاکنو پایلي اعلان شي.
نیکولاس کې دغه څرګندونې له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي په خبره یې، د موقت حکومت خبرې ځکه بې ځایه دي چې په اساسي قانون او ټاکنو قانون کې په دې اړه څه نشته.
ښاغلي کې ویلي، د ټاکنو کمېسیون به د رایو بیا شمېرنه بشپړه او د ټاکنو ګټونکی به ژر اعلان کړي.
نیکولاس کې زیاته کړې، دا چې د ولسمشریزو ټامنو ځیني نوماندان او سیاسي ډلې د ټاکنو په اړه اندېښنې لري باید له اړوند کمېسیونو نو سره خپلې غوښتنې مطرح کړي ترڅو ورته ځواب وویل شي.
نیکولاس کې پر داسې مهال په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو پایلو په اعلان ټینګار کوي او د موقت حکومت غوښتنې ته غبرګون ښيې چې څو ورځې وړاندې د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندانو او سیاسيونو د ملي مشارکت حکومت غوښتنه وکړه.
دوی استدلال وکړ چې ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدو دې ته زمینه نه کړه برابره چې د ټولو لپاره د منلو وړ حکومت رامنځته کړي، نو له همدې کبله اړتیا ده چې له کړکېچه د وتلو لپاره د ملي مشارکت حکومت رامنځته شي.
د نوماندانو او سیاسيونو تر دې غوښتنې وروسته ارګ هم د ملي مشارکت حکومت غوښتنه د اساسي قانون خلاف وبلله.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي هغه مهال په خپل ټویټر وویل، افغانانو د اساسي قانون په رڼا کې د جمهوري نظام د بقا لپاره خپله رایه وکاروله او هیڅکله تېر وخت ته بیرته نه ګرځي.
بلخوا پرون د جرمني د دفاع وزیرې انه ګرت کرامپ هم کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل، د ټاکنو کمېسیون باید ژر تر ژره لومړنۍ پایلې اعلان کړي.



