افغانستانراپورونه

اسیا بنسټ: افغانستان په ناسم لور روان ده

د ایشیا فونډیشین یا اسیا بنسټ یوه څیړنه ښيي چې افغانان د خپل هیواد د راتلونکي ښه زړه نه لري.
دغه بنسټ خپله ارزونه خپره کړي.
دغه موندنې ښيي چې ۵۸ سلنه پوښتل شوي خلک باور لري چې افغانستان پر ناسم لوري روان دی، په داسې حال کې چې ۳۶ سلنه نور بیا باوري دي چې هېواد یې پر سم لوري روان دی.
افغانستان د بهرنیو ځواکونو د غټي شمیري له وتلو وروسته له سختو ورځو سره مخامخ شوی دی.
شمیري ښيي چې له ۲۰۱۴ کال را پدې خوا د لسګونو زره ملکیانو تر څنګ په لسهاوو زره افغان سرتیري او وسله وال طالبان چې ډیری یي افغانان دي په روانه جګړه کې مړه او ژوبل شوي دي.
حکومت ومنله چې د غني د ماموریت له پيل راهیسي څه نا څخه ۴۵ زره تنه افغان پوځیان وژل شوي خو دا نه ده څرګنده چې د ټپيانو شمیره به څومره وي.
اشیا فونډيشن وخت ناوخت د افغانستان او نړۍ د نورو جنګ ځپلو هیوادونو په باب په بیلا بیلو شاخصونو څیړني کوي.
د اوسنۍ ارزوني پایلي ښيي چې په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې د خلکو د خوشبینۍ کچه تر ټولو لوړه او په ۲۰۱۶ کې د اقتصادي او ټاکنیزو ستونزو ترڅنګ، د بهرنیو ځواکونو د کموالي له کبله په تر ټولو ټیټه کچه کې ځای درلود.
په افغانستان کې د اسیا بنسټ د سټراټېژیکو پروګرامونو رییس فضل‌ربي وردګ وايي، دا نظر پوښتنه د مخامخ خبرو اترو له لارې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۱۷ زره او ۸۱۲ کسانو سره شوې ده.
د نوموړي په وینا، شاوخوا ۹۰ سلنه خلک د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرو اترو ملاتړ کوي او ۶۴ سلنه نور وايي چې له طالبانو سره سوله شونې ده.
د دې نظرپوښتنې موندنې ښيي چې ۷۴ سلنه خلک ډېر کله د خپل شخصي خوندیتوب په اړه د وېرې احساس کوي او دا شمېره د تېرو کلونو په پرتله ۳ سلنه لوړوالی ښيي.
د نظرپوښتنې له مخې، ۷۷ سلنه خلک د خپلو کورنیو د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښمن دي او ۸۱ سلنه هغو خلکو چې په دې نظرپوښتنه کې ورسره مرکې شوي، د خپل ژوند تر ټولو ستره ستونزه فساد یاد کړی دی.
د اسیا بنسټ نظرپوښتنه ښیي چې شاوخوا ۷۸ سلنه خلک د انټرنېټ، ۷۵ سلنه د راډیو او ۷۴ سلنه هم د ټلوېزیون له لارې د خبرونو او پېښو په اړه معلومات ترلاسه کوي.
افغانستان داسي یوه هیواد دی چې له کلونو راهیسي په جګړه کې ښکیل دی، په تیرو څو کلونو کې په سلهاوو زره افغانستان له خپله هیواده وتښتیدل او بهرنیو هیوادونو ته یې مخه کړه تر څو ځانونه خوندي کړي.

ورته مطالب

Back to top button