
د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب وايي، د عدلي او قضايي ارګانو د کارکوونکو پر وړاندې امنيتي ګواښونو مخنيوي په هدف يې د دوی خونديتوب طرحې په جوړولو کار پيل کړی دی.
نوموړي زياتوي چې د يادې طرحې پر بنسټ به پر قاضیانو او څارنوالانو سربېره د عدلي او قضايي ارګانونو د تاسیساتو امنیت هم خوندي شي.
محب دا څرګندونې د قاضیانو او څارنوالانو د امنیت خونديتوب په اړه په هغه غونډه کې کړي چې پرون په ارګ کې جوړه شوې وه.
له ارګ څخه په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې که څه هم د يادې طرحې د څرنګوالي په اړه زيات جزيات نه دي ورکړل شوي، خو زيات شوې چې په غونډه کې د قاضيانو او څارنوالانو د امنيت پر خونديتوب جدي ټينګار شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې په ياده غونډه کې د عدلي او قضايي ارګانونو پر مشرانو سربېره ولسمشر غني هم ګډون درلود او د نوموړي په حواله زياته شوې چې د يادو ارګانونو د امنيت خونديتوب له لارې يې د قانون پر حاکميت ټينګار کړی دی.
د عدلي او قضايي ارګانونو د تاسيساتو او کارکوونکو د امنيت پر خونديتوب دغه ټينګار داسې مهال دی چې په دې وروستيو کې په لوګر او کابل ولايتونو کې ۵ تنه قاضيان او څارنوالان وژل شوي دي.
د يادو قاضيانو او څارنوالانو وژل کيدو د عدلي او قضايي ارګانونو د کارکوونکو امنيت خونديتوب په اړه اندېښنې را پورته کړي چې له کبله يې حکومت د دوی خونديتوب طرحې پر جوړلو کار پيل کړی دی.



