راپورونهسيمه او نړۍ

د امریکا دفاع وزیر: ˝د طالبانو سره د سولې له هوکړې بغیر هم خپل عسکر کموو˝

د امریکا د دفاع وزیر په تازه خبرو کې ویلي چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو کمول له طالبانو سره د سولې هوکړې سره تړل شوې موضوع نده.

مارک اسپړ، د امریکا دفاع وزیر رويټرز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي چې دا حتمي نده چې امریکا به له طالبانو سره د سولې د هوکړې په صورت کې د خپل ځواکونو شمېر کم کړي، د نوموړي په وینا د امریکا حکومت له طالبانو سره تر خبرو وړاندې افغانستان کې د خپلو ځواکونو پر کمولو غور درلود.

مارک اسپړ همداراز ویلي چې ناټو هم افغانستان کې د بهرني ځواکونو په کمولو راضي ده.

دا په داسې حال کې ده چې لندن کې د ناڼو  سرمشریزه ناسته روان ده، او افغانستان هم د خبرو د محور اساسي برخه ده، د ناټو سرمشریزه ناسته نن ( سه شنبه لیندۍ ۱۲ ) د انګلستان په لندن ښارکې پیل شوې او سبا ورځ به هم دوام پیدا کړي.

لند کې د ناټو غونډه د امریکا او د ناټو غړیو هېوادونو د مشرانو په ګډون ترسره کیږي، چې پر نړیوال امنیت، تروریزم سره مبارزه او د افغانستان په هکله بحث کیږي.

ورته مطالب

Back to top button