
د جلال اباد ښار د ډاکټرانو اتحاديې مشر ايمل ذکي د يوې ناستې په ترڅ کې ویلي، ټولو ډاکټرانو پرېکړه کړې چې له دې وروسته راکړه ورکړه يواځې په افغانيو کوي.
ډاکټر ذکي وویل، افغانۍدملي هويت دی او د جلال اباد ډاکټران نه غواړي، چې له دې وروسته په بهرنيو اسعارو خدمات عرضه کړي.
هغوی همدا راز په خپلو مراجعينو غږ وکړ، چې د افغانيو په ترويج کې ور سره همکاري وکړي او د فیس، معايناتو، درملو او نورو طبي خدماتو اداينه په افغانيو تر سره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په جلال اباد ښار کې د افغانيو بشپړ دودولو په موخه ځوانانو او مدني ټولنو استازو سوله ييز لاريونونه هم کړي و.
همدا راز ننګرهار والي شاه محمود مياخېل له لوري د ختيځ زون واليانو سره د افغانيو دودولو او ځانګړې طرحې پلې کولو په موخه هم غونډه شوې، چې په تدريجي ډول به د افغانيو بشپړ چلند ته زمينه برابره شي.



