
نن د ډسمبر میاشتې لومړۍ نېټه ده چې له ایډز ناروعۍ سره د مبارزې نړیوالې ورځې سره برابره ده.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې په ټول افغانستان کې ۷ زره کسان د ایډز په ناروغۍ اخته دي، خو د روغتیا نړیوال سازمان دا مالومات د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ناسم بولي.
د هېواد د عامې روغتیا وزارت وايي، چې افغانستان کې درې زره افغانان په ادیدز ناروغۍ اخته دي، چې دغه ناروغي د کنترول په حالت کې ده.
ایدز ناروغۍ ته په افغانستان کې په ښه سترګه نه کتل کیږي، او پر ایډز اخته کسانو د جنسي اړیکو درلودو تور لګوي.
افغانستان کې پر ایډز اخته کسان تر ډیره خپله ناروغي پټه ساتي او له ډاکتر پرته کوښښ کوي چې په هکله یې څوک پوه نشي.