
په چک جمهوریت کې د افغانستان د سفارت یو دپلومات فردین برمکي ولسمشر اشرف غني او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ته د سپکاوي په تور له دندې ګوښه او کابل ته راوغوښتل شو.
یو شمېر رسنیو د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست ادریس زمان هغه لیک خپور کړی چې په چک جمهوریت کې د افغانستان د اسلامي جموریت د سفارت په نامه یې لیکلی او د ښاغلي برمکي وظیفه یې ختمه بللې ده.
ویل کیږي چې، برمکی سفارت ته ورتلونکو پښتنو مراجعینو سره توپیري چلند کاوه او پاکستانیان یې بلل.
په چک جمهوریت کې یوې کډوالې کورنۍ چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي ویلي، په پراګ کې د افغانستان سفارت د کونسلۍ څانګې مسؤل له خوا ورسره داسې چلند وشو لکه دوی چې د افغانستان خلک نه وي دغه کورنۍ یو غړی زیاتوي «مونږ ته یې وویل چې تاسو پاکستانیان یاست. داسې چلند یې راسره وکړ لکه مونږ چې د افغانستان خلک نه یو. زمونږ لپاره د افغانستان د هر قوم خلک یو ډول دي، په چا کې فرق نه کوو، مونږ د افغانستان په هر قوم کې دوستان لرو، خو د دغه سړي د خبرو او چلند طریقه بېخي غلطه ده.»
نن په چک جمهوریت کې د اونیزې رخصتۍ ورځ ده او د سفارت ټیلیفون ځواب نه وایي، او نه هم د افغانستان د سفارت فیسبوک پاڼې او ټوېټر د خپل دپلومات د ګوښه کېدنې په هکله څه لیکلي دي.
ویل کیږي چې په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې د بهرنیو چارو وزارت واک د پخوانۍ شمال ټلوالې پاتې شونو ته په لاس ورغلی په ډېرو بهرنیو هېوادونو کې یې داسې کسان ګومارلي چې د افغانستان د ملي ارزښتونو د پاللو پرځای د خپلو حزبي، سمتي او قومي ګټو پاللو ته اولویت ورکوي.



