
جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د هېواد په ټولو ولسواليو کې د ۳۷۷ جوماتونو د جوړولو کار دوام لري او په هغو ولايتونو کې، چې جامع جوماتونه يې نه لرل، د ۲۶ جامع جوماتونو د جوړولو چارې د بشپړېدو په حال كې دي.
هغه دا څرګندونې تېر ماخوستن د كابل ښار د پل خشتي جامع جومات د بيارغونې او مرمت چارو د پاى په مراسمو کې د وينا په مهال وكړې.
جمهور رئيس غني وويل، دوى بايد د بيارغول شوو ځايونو د ساتنې او څارنې لپاره اساسي اصول جوړ کړي، ترڅو د مديريت د نشتوالي له كبله هغه يو وار بيا له لاسه ور نه کړي.
د نوموړي په خبره، نظافت د ايمان يوه برخه ده او متاسفانه دغه اصل د کابل ښار په يوه تر ټولو مقدس ځاى کې هم نه مراعتېده.
د يادونې وړ ده، چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د جمهور رئيس د لارښوونې پر بنسټ د پل خشتي تاريخي جامع جومات د بيارغونې او مرمت چارې د ۱۲۹ ميليونه افغانيو په ارزښت د ۱۳۹۶يم لمريز كال په پاى کې پيل کړې وې.



