
د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹۳ نور داعشيان افغان ځواکونو ته تسليم شول.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي نن رسنیو ته وويل، ياد شمېر داعشيانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې خپل ځانونه امنيتي سرتېرو ته سپارلي دي.
د ده په وينا، په دې كسانو كې ۳۱ تنه يې د داعش ډلې وسله وال غړي او پاتې ۶۲ تنه د هغوى مېرمنې او ماشومان دي.
خوږياڼى وايي، دغو داعش وسله والو يو شمېر درنې او سپكې وسلې هم افغان ځواكونو ته وسپارلې.
داعش ډلې تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
د يادولو ده، چې يوازې تېره مياشت په ننګرهار كې له ۱۰۰۰ زيات داعشيان امنيتي سرتېرو ته تسليم شول.
افغان حكومت څو ورځې وړاندې داعش ډله په دې ولايت كې ماتې خوړلې اعلان كړه.



