
د ولسي جرګې غړو نن په خپله نهمه غوڼډه کې د باګرام په پوځي اډه کې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره دليدلو له کبله په اشرف غني سخت انتقادونه وکړل.
د ولسي جرګې د غړو په خبره دې کړنې د هېواد خپلواکي تر پوښتنې لاندې راوستلی او د افغانستان د خلکو سپکاوی یې کړی.
غونډه کې د ولسي جرګې ګڼ شمير وکیلانو ټینګار وکړ، چې ددې کړنې له امله د هيوادوالو ملي احساساتو ته زیان رسيدلی او ولسمشر غني باید له خلکو بخښنه وغواړي.
پارلمان کې د فراه ولایت استازې “بلقیس روشن” وویل چې زموږ خپلواکي تر پوښتنې لاندې راغلې ده ، ځکه چې ټرمپ په دې لیدنه کې له اشرف غني سره داسې چلند کړی چې يوڅوک يې د خپل هيواد دیو ولايت له والي سره کوي.
روشن زیاته کړه: “امریکایان پاسپورټونو او ویزو ته اړتیا نه لري ، کله چې دوی غواړي دوی راځي او ځي؛ ا یا موږ لاهم د خپلواکۍ ادعا کولی شو؟”
هغې دا هم وویل چې د ټرمپ د هر کلي لپاره د بګرام نظامي اډې ته ورتګ د افغانستان خلکو او هیواد ته سپکاوی دی او ولسمشر بايد دې له امله له خلکو بخښنه وغواړي.
په ولسي جرګه کې د دایکنډي ولایت استازي’علي اکبر جمشيدي’ وويل:” ولسمشر باید ملي احساس ته زیان نه وی رسولی او د بګرام په پوځي اډه کې ګډون نه وی کړی کړي.
نوموړي پنځه کاله دمخه د بګرام نظامي اډې ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي نه ورتګ ته هم اشاره وکړه او له استازو یې وغوښتل چې ښاغلي کرزي د دې دروند عمل له امله تقدير کړي .
د يادونې وړ ده چې دوه شپې وړاندې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه غیر اعلان شوي سفر په ترڅ کې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر ټولې سترې اډې’ باګرام’ ته راغلی و او اشرف غني يې لیدنې او هرکلي ته باګرام ته ورغلی و. چې دې کړنې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راوپارول.



