افغانستانراپورونه

هلمند کې چاودنې د سرحدي ځواکونو یو قومندان وژلی

د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د هلمند د سرحدي ځواکونو څلورمې لېوا قومندان ظاهر مقبل پر موټر بمي چاودنه شوې، چې په ترڅ کې یې نوموړی وژل شوی او یو بل سیمه‌يېز خبریال ټپي شوی دی.

د هلمند پولیسو د چاودنې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې په چاودنه کې ظاهر مقبل وژل شوی او څلور نور سرتېري د یوه خبریال په شمول ټپیان شوي.

د هلمند د پولیسو ویاند زمان همدرد هم رسنیو ته ویلي چې د امنیتي ځواکونو په کاروان کې خبریالانو هم شتون درلود چې د دوی له ډلې یو تن ټپي شوی.

د چارواکو په وینا چاودنه نن سهار ۹:۳۰ په ناوې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان وشو.

شمشاد ټلویزون پر خپله ټویټرپاڼه لیکي، چې ټپي شوی خبریال سردارمحمد سروري نومېږي ، چې هلمند کې د شمشاد راډیو تلویزیون خبریال دی او له اوږدې مودې راهیسې هلته دا دنده پرمخ وړي.

طالبانو  د دې چاودنې مسؤلیت په غاړه واخیست او پر خپل ټویټر یې څو شیبې وړاندې په دې اړه ولیکل.

Zabihullah (..ذبـــــیح الله م )@Zabehulah_M33

:
مهم خبر: نن سهار دهلمند ولایت مارجې ولسوالۍ جرنامو سیمه کې دمزدور دښمن په عملیاتي قطار چې له یادې ولسوالۍ څخه دتیښتې په حال کې و، قوي چاودنه وشوه.
په چاودنه کې دلوا قومندان(جنرال ظاهرګل مقبل) له ۲ ساتونکو سره ووژل شو، یو شمیر ټپیان شول او دسپرلۍ ټانګ یې له منځه لاړ.
احمدی

View image on Twitter

ورته مطالب

Back to top button