
ولسمشرغني د قانون حاکمیت او د فساد پر ضد د عالي شورا په غونډه کې د لوګر ولایت په یو شمېرو ښوونځیو کې پر ماشومانو د جنسي تېري ادعاوو په اړه بحث وکړ.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي، چې په دې غونډه کې ټینګار وشو چې د جنسي استفادې دغه قضیه باید لويه څارنوالي او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له لورې وڅېړل شي.
په خبرپاڼه کې د ولسمشرغني له قوله ویل شوي، چې دواړه ادارې خپل راپور تر بشپړېدو وروسته خلکو ته معلومات ورکړي.
د لوګر د مدني ټولنې رییس موسی محمودي په دې وروستیو کې له یوشمېر رسنیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د لوګر ولایت په ځینو ښوونځیو کې له زده کوونکو هلکانو څخه ناوړه استفاده شوې.
نوموړی وروسته د ملي امنیت له لورې ونیول شو، خو د ملي امنیت له لورې په خپره کړې ویډیو کې موسی محمد دا راپور ناسم وباله او په دې اړه یې بښنه وغوښته.
محمدي او دهغه یو بل ملګری درې ورځی وړاندې ملي امنیت د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ته وسپارل.



