راپورونهسيمه او نړۍ

عراق: قهرجنو مظاهره چیانو د ایران قونسلګرۍ وسوځوله

د بی بی سي راپور وایی، عراق کې قهرجنو مظاهره چیانو د دغه هېواد نجف ښار کې د ایران کونسلګري وسوځوله.

عراقي چارواکو له دې پېښې وروسته د کونسلګرۍ شاوخوا ګرځبندیز لګولی دی.

له اکتوبر راهیسې عراق کې پراخې مظاهرې دي، چې تر اوسه پکې له ۳۳۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

لاریونوال د حکومت پر ناکاره توب او فساد اعتراض لري.

تېره میاشت هم دې لاریونوالو کربلا کې د ایران پر کونسلګرۍ برید وکړ.

هغه پېښه کې د ایران د کونسلګرۍ مخ ته درې لاریونوال هم ووژل شول.

د اکتوبر له لومړۍ عراق کې له پیل شویو مظاهرو راهیسې دا لاریونونه پراخ شوي او دغه هېواد کې د سیاسي نظام سمون غواړي.

دوی د عراق دولت او سیاسي جوړښت، په فساد، ناوړتیا او بې غورۍ تورنوي.

دوی د ایران حکومت هم تورنوي چې په عراق کې د شیعه جوړښتونو په واک کې حکومتونو او همدارنګه د شیعه وسلوالو ډلو ملاتړ کوي.

مظاهره چیان د ایران دغه سیاست د خپل هېواد کورنیو چارو کې لاسوهنه او عراق کې د دې هېواد د نفوذ ختمېدل غواړي.

خو ایراني چارواکي دا مظاهرې د امریکا، سعودي او اسراییل په لمسه بولي، چې په وینا یې موخه یې د ایران او عراق ترمنځ د اړیکو خرابول دي.

ورته مطالب

Back to top button