
افغان حکومت وایي دوی لا هم د چین د بین الافغاني غونډې ترسره کېدو ته هیله من دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وایي د بجینګ بین الافغاني ناستې ته تر اوسه نېټه نه ده مشخصه شوې خو افغان حکومت لا هم تمه لري چې دغه غونډه ترسره شي. نوموړي وویل افغان حکومت لا هم د لېستونو په جوړولو کار کوي او ډېر ژر به وروستی اعلان کړي.
خو بل لورې ته د طالبانو لوړ پوړي کسان وایی، د طالبانو یو دریز ده تر هغو چې امریکا تړون لاسلیک نه کړي د افغان حکومت سره خبرې نه کیږي، دا کسان زیاتوي، چې اوسنۍ حکومت خپلواک نه ده او نه فیصلې کولی سي .
ټاکل شوې وه چې د بیجینګ غونډه یوه میاشت وړاندې جوړه شي خو د نامعلومو دلایلو له امله تر دې دمه ځنډېدلې ده.



