کاریزما او کاريزماتيک شخصيت

دا چې کاریزما څه ده او کاریزماتیک شخصیت کومې ځانګړې لري؟ هغه موضوعات دي، چې په دې لیکنه کې پرې بحث شوی دی.
کاریزما د هغو عادتونو او کړنو ټولګه ده، چې له امله يې انسان جذاب، ځانګړی او اغېزناک وي او په ټولنه کې له انفرادي جذابیت څخه برخمن وي. کاریزما کلمه د شملې پېړۍ په نیمايي کې په سیاسي او ټولنیزو ادبیاتو کې د سیاسي څېرو د ستاینې لپاره وکارول شوه، دا کلمه تر ډېره هغو سیاسي څېرو ته کارول کېده چې د رهبرۍ ځانګړی ځواک به یې درلود.
کاریزما د انسان هغه پټه ځانګړنه ده چې له امله یې د ده مقابل لوري ته د راحتۍ او باور حس پیدا کېږي. کاریزما د انسان د جذابیت ځواک دی او تر ډېره په ظاهري جذابیت پورې اړه لري، چې نور خلک د ځان پر لوري راکاږي.
پوښتنه داده چې کاریزما ذاتي پدیده ده که اکتسابي؟
مېرمن اولیویا فاکس چې د کاریزما د مفهوم په اړه یې څېړنې کړې دي، وایي: «کاریزما د کړنو، صفاتو او مهارتونو ټولګه ده. زیاتره کسان ګمان کوي، چې کاریزما یوه ذاتي ښکارنده ده؛ خو داسې نه ده، د کاریزما ځینې برخې اکتسابي هم دي. یعنې هېڅوک له موره کاریزماتیک نه زېږي، بلکې د ژوند په لړ ځینې هغه مهارتونه او وړتیاوې زده کوي، چې ده ته کاریزما وربښي.
د کاریزماتیک کېدو لپاره یوه ښه لاره داده چې تاسې کاریزماتیکو شخصیتونو ته ځیر شئ، د هغو د کاریزماتیک شخصیت تر شاه پټ رازونه ومومئ او پر خپل ځان کې یې د پیدا کولو هڅه وکړئ. دا چاره د وخت په تېرېدو سره ستاسې په شخصیت کې د کاریزماتیک کېدو اړوند مثبت بدلون راولي.
د کاریزماتیکو شخصیتونو ځانګړنې:
- ښه اورېدونکي دي: کاریزماتیک شخصیتونه د خبرو پر مهال د مقابل لوري خبرې په دقیقه توګه اوري او د کتو پر مهال د سترګو اړیکه ډېره ښه ساتې. همدا د دې لامل کېږي، چې مقابل لوری په ناشعوري توګه ترې متاثره شي او د ده په اړه یې لېوالتیا نوره هم زیاته شي.
- ښې او په ځای پوښتنې کوي: کاریزماتیک شخصیتونه د خبرو پر مهال ښې او په ځای پوښتنې کوي، تر څو په سمه توګه له موضوع ځان خبر او تر لاسه شوي اطلاعات په سمه توګه درک کړي.
- په لوړ غږ خبرې کوي: کاریزماتیک شخصیتونه په لوړ او اغېزناک غږ خبرې کوي، په دې مانا چې هېڅکله هم چیغې نه وهي، بلکې د خبرو پر مهال د خپل لوړ او ښه غږ له لارې اورېدونکي متآثره کوي.
- خپل احساسات ښکاره کوي: کاریزماتیک شخصیتونه د خپلو احساساتو په ښکاره کولو کې لوړ مهارت لري، هېڅکله بیځایه غوسه نه کوي، بلکې شرایطو ته په کتو خپل احساسات کنټرولوي.
- زړه سوی لري: کاریزماتیک شخصیتونه له نورو سره د خفګان او غم پر مهال همدردي ښکاره کوي. د همدردۍ پر مهال یې چلند او څېره مقابل لوري ته د رښتینې همدردۍ احساس ورکوي.
- د نورو احساسات درک کوي: کاریزماتیک شخصیتونه د نورو د احساساتو د درکولو لوړ مهارت لري. یعنې له ظاهري څېرې ورهاخوا، د ځینو ظریفو نښو له لارې هم د مقابل لوري اصلي احساس درک کړي.
- خپلې تجربې له نورو سره شریکوي: کاریزماتیک شخصتیونه تل نوې کیسې لري او هغه زړورتیا لري چې کولای شي د خپل ژوند هره تجربه او داستان له نورو سره شریک کړي.
- لېواله دي: کاریزماتیک شخصیتونه تل مثبته روحیه لري، له دوی سره مل کسان تل خوشحاله وي او هیڅکله د ستړیا احساس نه کوي. ځکه دوی پوهېږي چې کله او په کومو موضوعاتو خبرې وکړي.
- خطر مني: ټول له ماتې وېره لري، مګر کاریزماتیک شخصیتونه پوهیږي، چې ماته له درس او عبرت څخه خالي نه وي، هڅه کوي چې له هرې ماتې یو درس واخلي.
- د بېلابېلو ټولنو، خلکو او کلتورونو سره اشنا کیږي: کاریزماتیک شخصیتونه هڅه کوي، چې د بېلابېلو ټولنو له دودونو سره اشنا شي. دا کار د دوی لپاره د زیاتو تجربو د ترلاسه کولو لامل کېږي.
- تل فعاله وي: کاریزماتیک شخصیتونه وخت نه ضایع کوي او د خپلې پوهې د لوړاوي په خاطر له وخته سمه ګټه اخلي.
تاسې به ضرور په خپل ژوند او چاپېریال کې له داسې شخصیتونو سره مخامخ شوي یاست، چې د رهبرۍ او جذابیت دغه اغېزناکه ځواک لري. دوی د دغه ځانګړو عادتونو د لرلو په سبب د نورو لپاره یوه ښه الګو وي.