افغانستانراپورونه

عبدالله عبدالله: د ټاکنو کمیسون د کار پایله مشروعیت نه لري

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس او د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر عبدالله عبدالله وايي، ټاکنو کمېسویون خپل استقلالیت تر پوښتنې لاندې راوستلی او د کار پایله یې مشروعیت نلري.

عبدالله عبدالله پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې ټاکنو کمېسیون د یو ځانګړي ټاکنیز ټیم په امر عمل کوي او کار یې غیرقانوني دی، نوموړی زیاتوي چې د ټاکنو کمېسیون څخه غیرقانوني غوښتنه نلري، بلکې غواړي د ټاکنو د طرزالعملونو او لوایحو خلاف کړنې ترسره نکړي.

ښاغلی عبدالله وايي، که د ټاکنو کمېسیون له خپلې پرېکړې راونګرځي دوي به له هرې مشروع لارې کار واخلي او اجازه به ورنکړي چې د تقلب له لارې حکومت جوړ شي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم د ټاکنو د رایو بیا شمېر سره مخالف دی او د ټاکنو د رایو بیا شمېر پروسه له قانون سره په ټکر کې بولي، دوي وايي، ټاکنو کمېسیون هغه رايې بیا شمېر ته بولي چې په اړه یې بایومټریکي مالومات شتون نلري او یا هم له ټاکل شوي وخت څخه بهر رايې دي. د ټاکنو کمېسیون د رایو بیا شمېر بهیر د هېواد اووه ولایتونو کې د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم د پلویانو له لوري تړل شوي او د رایو د بیا شمېر اجازه نه ورکوي، ټاکنو کمېسیون وايي، که دغه ولایتونو کې د رایو بیا شمېر ته اجازه ورنکړل شي نو له حکومت څخه به مرسته وغواړي.

ورته مطالب

Back to top button