
د ملابرادر په مشرۍ طالبانو هئيت ایران ته تللي دي او له ایراني چارواکو سره یې پر افغان سولې خبرې کړي دي.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، چې د ملایرادر په مشرۍ د طالبانو یو هئیت تېره ورځ ( سه شنبه لیندۍ ۵ ) د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره وکتل.
ښاغلي شاهین پر خپل ټويټر لیکلي چې دواړو خوا د افغانستان د سولې په اړه تفصیلي خبرې کړي دي.
ایران ته د طالب پلاوي سفر په داسې حال کې ترسره شوی دی، چې څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر وویل چې له طالبانو سره پر یوې نوې هوکرې کار کوي.
که څه هم د امریکا او طالبانو د ترمنځ د سولې خبرې په رسمي توګه ندي پیل شوي، خو د یو شمېر راپورونو له مخې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ څو غیر رسمي ناستې په قطر کې ترسره شوي چې جزئیات یې ندي خپاره شوي.
ایران په ټوله کې له امریکا سره ښې اړیکې نلري، او تل یې غوښتي چې امریکا باید له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي، له دې وړاندې د ایران حکومت ویلي وو، چې د افغانستان د سولې هغو خبرو کې به ګډون ونکړي چې افغان حکومت پکې دخیل نه وي.



