
د ملي امنیت عمومي ریاست، د لوګر د مدني فعال موسی محمودي په اړه ویلي چې نوموړي په یاد ولایت کې په ښوونځیو کې د جنسي تېري موضوع له دې امله راپورته کړې وه چې په کوم بهرني هېواد کې پناه واخلي. د یاد ریاست په خبره، نوموړی په دې اړه هیڅ شواهد او اسناد نه لري. ملي امنیت زیاته کړې، محمودي د هغه د خوندیتوب په پار په یو امن ځای کې ساتل کېږي. ملي امنیت دغه راز ویلي چې دې بې بنسټه ادعاوو د څو تنو او د ښوونځیو د زده کوونکو امنیت له جدي ګواښونو سره مخ کړی دی. په ورته وخت کې محمودي خپله هم د شویو ادعاوو له امله له خلکو بښنه غوښتې ده. محمودي وايي، په ښوونځیو کې د لواطت په اړه د راپور برخه کې ده تیروتنه کړې او خلک دې یې وبښي. نوموړي زیاته کړې، دده تحقیق بشپړ نه و او رسنیو دده او خلکو ترمنځ فاصله او دښمني رامنځته کړې ده.



