
پژواک خبري اژانس د حکومتي سرچینو په حواله لیکلي چې د ملي امنیت شورا د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې نظام الدین قیصاري ونیسي.
د غیر مسوولو وسله والو قوماندان نظام الدین قیصاري د تېر کال حوت میاشتې په لسمه له خپلو شلو ملګرو سره د پروان د پولیسو له خوا ونیول شو او کابل ته د ملي امنیت زندان ته را انتقال شو خو د انتخاباتي سیالیو پر مهال هغه له زندانه خوشی او بیا بلخ ته ولاړ او اوس یې هلته فعالیتونه پیل کړي دي.
خو اوس ویل کېږي چې د ملي امنیت شورا د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې نوموړی بیا ونیسي.



