هند کې یو سیک جومات ته ۱۰۰ ګزه ځمکه وقف کړه

د هند په اترپردیش ایالت په مظفرنګر کې یو سیک کورنۍ د جومات جوړولو لپاره خپله ځمکه ورکړه.
هندي رسنیو د راپور سره سم ، د مظفرنګر اوسیدونکی سیک کورنۍ په پور قاضي سیمه کې خپله ځمکه د مسلمانو په نوم کړه او د جومات جوړولو اجازه ورکړه.
دغه سیک کورنۍ مشر پال سنګ بیدي ۱۰۰ ګزه ځمکې قباله او نور اسناد د ددغې سیمې د مسلمانانو مشر ظهیر فاروقي ته ورکړل، دغه سیک د اسنادو ورکولو پر وخت خبرو کې ویلي، دا میاشت زموږ د مشر ګرونانک د پیدا کیدو میاشت ده په دې میاشت کې موږ خیراتونه کوو تر دې لوی خیرات نشی کیدلي چې زه مسلمانانو ته ورکړم.
دغه سیک مشر زیاتوي، په دې سیمه کې مسلمانان ډیر دي خو د عبادت ځاې نه درلود نو ځکه ما دا ښه وګڼله چې دې مسلمانانو ته د جومات ځاې پیدا کړم.
د مسلمانو مشر فاروقي وايي، چې سنګ له دې وړاندې هم مسلمانانو سره ډیرې مرستې کړي چې څو ورځې وړاندې يې یو ښونځي ته چوکۍ او نور د ضرورت وړ شیان واخیستل.



