راپورونهسيمه او نړۍ

ملګري ملتونه: په نړۍ کې په هره دریمه ښځه جنسي تېرې کیږي

ملگر‏ي ملتونه وایي چې دا وخت په نړۍ کې د هرو دریو ښځو نه یې په یوې جنسي تیرې کیږي

ملگرو ملتونو د یکشنبې ورځ (نومبر ٢٥) د ښځو ضد د زیاتي د مخنیوي ورځ ولمانځله چې پکې د نړۍ د مختلفو ملکونو نه میرمنو او کارپوهانو برخه واخیسته.​

د ملگرو ملتونو په دغې غونډې کې گډون کونکې انجا جوسس خپله کیسه شریکه کړه چې هغه ١٥ کلنه وه او دا ورته معلومه نه وه، چې پلار یې څوک دی. هغې وویل: “اوس زه ٢٦ کلنه یم، ما به ټوله شپه د خپل پلار په اړه فکر کاوه. ما به په فکر کې د خپل پلار انځور جوړو، خو ما دا چیرته فکر نه و کړی چې زما پلار یو نامعلومه سړی دی او د جنگ په دوران یې زما په مور جنسي تیرې کړی و چې په نتیجه کې ترینه زه پیدا شوم”

جوسس په ملگرو ملتونو کې د خپلې وینا پر مهال وویل چې هغه غواړي د جنسي تیریو په نتیجه کې د زیږیدل شوو ماشومانو نه کرکه ختمه شي او هغوي دیته مجبوره نه شي چې د نړۍ نه په ځان پټولو مجبوره شي.

ملگري ملتونه وایي چې په ښځو د نړۍ په هر گوټ کې زیاتی کیږي او هره درهمه ښځه د جنسي زیاتی ښکار کیږي.

ملگرې ملتونه وایي چې د جنسي زیاتی د مخنیوې او په اړه یې د پوهاوې په هدف د ١٦ ورځو یو پروگرام پیل کړیدی چې د دسمبر په ١٠ به د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت پای ته ورسیږي.

ورته مطالب

Back to top button