افغانستانراپورونه

طالبان: موږ بین الافغاني خبرو ته تیار یو نه له افغان حکومت سره

وسله وال طالبان وایي افغان حکومت د بیجینګ غونډه کې خنډونه جوړوي. د وسله والو طالبانو یوه مهم غړي د نامه نه ښودو په شرط بي بي سي پښتو ته ویلي دوی له خپله اړخه د بیجینګ غونډې ته بشپړه تیاري نیولې ده خو افغان حکومت په دې برخه کې خنډونه جوړوي.

دده په خبره ټاکل شوې وه چې د بیجینګ غونډه یو بین الافغاني ډيالوګ وي خو افغان حکومت هڅه کوي چې د طالبانو او حکومت د مخامخ خبرو رنګ ورکړي.

دده په وینا ددې غونډې د ګډونوالو خبرې به یوازې نظرونه وي او پرېکړه به نه پکې کېږي خو حکومت د پرېکړې تمه لري.

دغه طالب چارواکي دا هم ویلي چې د افغان حکومت په لېست کې د حکومت لوړپوړي چارواکي ځای پر ځای شوي په داسې حال کې چې په دې کې باید د ټول افغانستان استازي شامل وي.

خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت بیا وايي دوی له خپله اړخه تیاری نیولی دی او د چین او طالبانو د تیاري په تمه دي.

له دې وړاندې هم په ځلونو واره حکومت پټ خپل استازي داسې غونډو ته لیږلي خو چې طالبان پرې پوه شوي له مجلسونو یې منع کړي.

ورته مطالب

Back to top button