
د دولت جوړونکي ټیم د لومړي مرستیال امرالله صالح هغو څرګندونو لانجه پورته کړه، چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم غړي یې هزاره قوم ته په سپکاوي تورن کړل.
تېره ورځ ښاغلي صالح پر خپل فېسبوک پاڼه د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم په اړه وویل چې د دغه ټیم یو غړي هزاره قوم ته په سپکه کتلي.
ښاغلي صالح لیکلي:
“د بحران هستې یو غړی پوښتنه کوي چې شاید لاریونونو کې د هزاره قوم ګډون پیکه وي، د بحران د هستې مشر جواب ورکړ چې که ګډون وکړي او که یې ونکړي هغه بېله خبره ده، خو د هزارګانو حق د هغوي د پوزې په اندازه ده”
که څه هم ښاغلي صالح وويل، چې د خپلو خبرو د اثبات لپاره ثبوت لري او که څارنوالې او یا محکمه وغواړي چې دغه قضیه تر څېړنې لاندې ونیسي دی به اسناد دوي ته وسپاري.
خو د ښاغلي صالح له څرګندونو وروسته پر خواله رسنیو کې دا موضوع ډېره پېچلې شوې ده او د یو شمېر خلکو له جدي غبرګون سره مخ شوې ده، آن تر دې چې سیاسیون یو د بل پر وړاندې له ناوړه الفاظو کار اخیستی.
محمد محقق د ښاغلي امرالله صالح د خبرو پر وړاندې جدي غبرګون ښودلي او هغه ته یې د “ګرېوان نیونکي” نوم ورکړی دی، ښاغلي محقق ویلي چې هغه نه غوښتل له ( دو تایی پشه ) سره بحث ته ودانګي خو د افغانستان د هزار قوم په حیثیت حمله شوې او له همدې امله یې غږ پورته کړ.
ښاغلي محقق امرالله صالح له ” دو تايي پشه ” سره پرتله کړی دی، چې دو تايي پشه د قطعه لوبې ( قطعه بازي ) تر ټول بې ارزښته قطعه بلل کیږي.
د محقق له څرګندونو وروسته ښاغلي صالح یو ځل بیا غبرګون وښود او ویلي دي:
“د دې پر ځای چې ښاغلی محقق یو منطقي ځواب وړاندې کړي د څو کرښو ښکنځاوو ترڅنګ یې ماته خپله سوانح لیکلې چې په تېر کې یې څه کړی دی. داسې یې د خپل سوانح لنډیز راته لیکلی چې ګواکی کوم څوکې تشه وي او دی په دنده وګمارو”
د امرالله صالح له څرګندونو وروسته د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم هم اعلامیه خپره کړه او د ښاغلي صالح څرکندونې یې د شرم وړ یادې کړې، اعلامیه کې راغلي:
“د دولت ساز ټيم د لومړي مرستیال امرالله صالح ورستۍ څرګندونې د کلېمې په واقعې معنی د تاسف او شرم وړ دی.هغه څه چې د امرالله صالح په ژبه راغلي، د هزاره شریف قوم پر وړاندې د هغه ټیم ناپاک نیت ښکاره کوي او دغه څرګندونې د نفاق اچولو په موخه ترسره شوي دي”
له دغې اعلامیه وروسته امرالله صالح ښاغلي عبدالله ته په خطاب کې لیکي چې تاسو ښه پوهېږي چې ماسره ستاسو د ټيم د غړي هغه ثبوت شته چې توکم ته پکې سپکاوی شوی دی، ځکه خو اوس ناکراره یاست.
ښاغلي صالح همداراز عبدالله عبدالله ته لیکي چې تاسو اوس زما خبرې د شرم وړ ګڼلي نو اوس به په ګوته شي چې آیا ثبوت شته او کنه.



