افغانستانراپورونه

حامد کرزی: ګډ حکومت کې د «بیان ازادي» تر ګواښ لاندې ده

پخواني ولسمشر حامد کرزی نن په کابل کې یوه خبري کانفرانس ته د وینا پر مهال وویل، چې د ملي وحدت حکومت په وروستي کال کې د بیان ازادي تر پښو لاندې شوې او په ډېری مواردو کې د سولې فعالین په نښه کېږي، هغه په ځانګړي ډول د سیاسي چارو د شنونکي او لیکوال وحید مژده قتل ته ګوته ونیوله او پر حکومت یې سختې نیوکې وکړې.

ښاغلي کرزي وویل، له تېر یوه کال راهیسې هغه کسان چې د سولې لپاره کار کوي په نښه کېږي او بیان ازادي تر سوال لاندې ده.

حامد کرزي، په کابل کې یې د بیان د ازادي د ساتنې او د وحید مژده د قتل په تړاو د نوموړي له لوري رابلل شوې ناستې ته خبرې کولې، وویل: څه موده وړاندې ځیني سیاسي شنونکي راته راغلل او ویې ویل کله چې په رسنیو کې خبرې وکړو، له نامعلومو شمېرو راته زنګونه راځي او تهدېدېږو.

کرزي وویل، چې افغانستان حکومت باید د بیان د ازادي ساتنې او ملاتړ ته راودانګي او پرېنږدي، چې فعال خلګ له خپل هیواد څخه وتښتي.

د کرزي په قول، امنیتي ځواکونه باید د شخصي او سیاسي اهدافو لپاره ونه کارول شي؛ ځکه له دې سره د هغوی نوم بدېږي.

پخواني ولسمشر حامدکرزي همداراز ويلي سوله تر هر څه مهمه ده او په دې برخه کې خنډونه نه ايجادیږي.هغه له امريکا هم وغوښتل، چې د افغان سولې پروسه کې خپل رسالت ادا کړي.

نوموړي زیاته کړې چې د جګړې درېدل او په افغانستان کې د روان خونړي وضعیت ختمېدل د هر افغان هیله ده نو حکومت دې د اوربند یا نورو مسایلو په پلمه د سولې په لار کې خنډونه نه جوړوي.نوموړي پر امریکا او افغان حکومت هم غږ وکړ چې د سولې لپاره صادقانه ګامونه اوچت کړي او دلته دې د افغان وژنې روانه لړۍ ختمه کړي.

ورته مطالب

Back to top button