باخبرې سرچینې وايي چې د بېجینګ بین الافغاني غونډه چې په پام کې وه په همدې ورځو کې ترسره شي، قوي امکان دی چې ترسره نه شي.
دغه سرچینې وايي، حکومت هڅه کوي چې د پخوا په څېر د بېجینګ غونډې ته حکومتي پلاوی واستوي چې له قومي موضع څخه برخمن وي، خو طالبان بیا د داسې پلاوي مخالفت کوي.
حکومت په دې غونډه کې د یو شمېر مهمو سیاسي څېرو د ګډون مخه هم نیسي چې طالبان بیا په دې دلیل چې د غونډې کچه د مهمو سیاستوالو په نشتوالي کې را ټیټېږي په هغو کې د نه ګډون ګواښ کوي.
بل لور ته د امریکا په شمول لویدیز هېوادونه هم د بېجینګ غونډې مخالف دي، هغوی له دې وېره لري چې که مهم سیاسي لوري او طالبان په بېجینګ کې غونډه وکړي دا په یوه پروسه بدله نه شي چې د سولې ابتکار به په لاس کې واخلي، په همدې دلیل ښايي غربي هېوادونه هم د غني حکومت دې ته تشویق کړي چې دغه غونډه ونه شي.



