افغانستانراپورونه

اسدالله خالد: ټاکنې به بحراني کیدو ته پرینږدم

د ملي دفاع وزارت ته نوماند وزیر اسدالله خالد د یکشنبې په ورځ کابل کې یوې خبري ناسته کې ګواښ کوي هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې د احتمالي ټاکنیزو کړکېچ له امله تاوتریخوالی د خلکو ژوند وګواښي.

هغه چې د ښځو په لومړنۍ پوځي غونډه کې وینا کوله، وویل د دې په اړه ځينې اندېښنې شته چې ټاکنې به د کړکېچ په لور ولاړې شي.

خو د ښاغلي خالد په وینا په لومړي سر کې سیاستوال به د دغه کړکېچ د رامنځته کېدو اجازه ورنه کړي او په دویم ګام کې که‎چېرې د کړکېچ په لور د ټاکنو د تګ احتمال زیات شي، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه به اجازه ورنه کړي څو هېڅ تاوتریخوالی د خلکو ژوند وګواښي.

هغه ټینګار وکړ چې امنیتي ځواکونو د ټاکنو په بهیر کې خپل بې پرې والی ساتلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو د رایو بیاشمېرنې بهیر کې ځينې جنجالونه رامنځته شوي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وینا، د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې په اوو ولایتونو کې د دغه کمېسیون دفترونه تړلي دي او په دغو ولایتونو کې د رایو بیاشمېرلو ته اجازه نه ورکوي.

تېره ورځ، د ټاکنو خپلواک کمېسیون ګواښ وکړ که چېرې دغه خنډونه دوام پیدا کړي، دا بنسټ له حکومته وغوښتل چې په دغه بهیر کې مداخله وکړي.

بلخوا، هغه زیاتوي هر ډول سوله چې هېواد ته راځي خپل شرایط لري او هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي څو په پوځي او مُلکي برخو کې د افغان مېرمنو ازادۍ د دا ډول سولې قرباني شي.

د هغه په وینا، هغه سوله چې د یوې بلې جګړې پیلامه وي، د هېوادوالو لپاره د منلو نه ده.

ورته مطالب

Back to top button