افغانستانراپورونه

طالبانو او امریکایانو غیررسمي خبرې قطر کې پیل شوي

کابل کې طالبانو ته نږدې سرچینې مني چې قطر کې د امریکايي او طالب پلاوي ترمنځ غیررسمي خبرې اترې روانې دي.

دغه سرچینې ټینګار کوي چې دواړه لوري په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کموالي او همدارنګه د امریکا او طالبانو ترمنځ د رسمي خبرو اترو د پیل پر څرنګوالي خبرې اترې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ویلي و، چې له طالبانو سره پر یوې هوکړې کار کوي.

د طالبان مخکینی قومندان سیداکبر آغا په دې اړه وايي:«دا خبرې اترې دم ګړۍ په پټه روانې دي او زه فکر کوم چې دغه خبرې اترې د افغانستان په ګټه دي او هغه مالومات چې زه یې لرم د تېر په څېر کومه رسمي مذاکره دوام نه لري.»

د امریکا او طالبانو د سولې غیررسمي خبرې په داسې حال کې پیل شوي چې طالبانو تېره اوونۍ د افغانستان – امریکايي پوهنتون دوه استادان چې کابو درې کاله بندیان وو، ازاد کړل. د دغو دوه استادانو د ازادېدو په بدل کې، د حقاني شبکې درې مهم غړي – انس حقانيو مالي خان او حافظ رشید – چې د افغان حکومت په بند کې وو هم ازاد شول.

د بندیانو د تبادلې په پایله کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغان ولسمشر اشرف غني سره په ټلېفوني اړیکه کې د حقاني شبکې د درې مهمو غړو ازادول وستایل.

اخوا افغان حکومت د تاوتریخوالي کموالی او د اوربند رامنځته کېدل د سولې خبرو اترو پایلو ته د رسېدو په برخه کې ډېر مهم ګڼي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي اوس واشنګټن له طالبانو سره د سولې خبرې له افغان حکومت سره په سلا پر مخ وړي خو ټرمپ او خلیلزاد په خپلو خبرو کې داسې څه نه دي ویلي چې د ارګ خبرې تائید کړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وايي:«دا ځل زموږ لوری یو دی، د دې په اړه دا چې د سولې لپاره زموږ موخې او لومړیتوبونه په بشپړه توګه څرګند دي؛ لکه د تاوتریخوالي کموالی چې د یوه اوربند لامل شي او بالاخره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.»

له دې سره سم، د سولې عالي شورا په هېواد کې د تاوتریخوالي کموالی، د سولې په خبرو کې د پرمختګ لپاره یو پیل بولي.

د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد څرګنده کړه:«دا ځل باید د اوربند په اړه هم خبرې وشي، ځکه چې هر څومره چې جګړه زوروره وي پر مذاکراتو ناوړه اغزه کوي.

خو امریکا ولسمشر ټرمپ او خلیلزاد بیا د اوربند خبره نه ده یاده کړي.

ورته مطالب

Back to top button