افغانستانراپورونه

فراه: هوایی برید کې ۸ملکیان وژل شوي

د فراه د پشترود ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د دې ولسوالۍ په ګجګین کلي کې په هوایي برید کې ۱۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو پولیس وایي، په برید کې طالبان وژل شوي. پر دغه برید لسګونو اعتراض کوونکو نن د اتو کسانو مړي د فراه ښار مرکز ته راوړي وو او په دغه ښار کې یې لاریون کړی و. لاریون کوونکي وايي چې تېره شپه د پشترود ولسوالۍ په ګجګین کلي کې په هوایي برید کې اته ملکي وګړي وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

خو د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب وایي چې تېره شپه په پشترود ولسوالۍ کې په هوایي برید کې اته وسله وال طالبان وژل شوي دي.

بلخوا بیا د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم ویلي، چې په دغه برید کې د کم عمره ماشومانو او سپين ږیرو په ګډون ۹ ملکي وګړي وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

ورته مطالب

Back to top button