
د هند بهار بهو سیمه کې پولیسو د یو جرګ په وژلو د ۷ تورنو کسانو نیولو امر کړي، راپورونه وايي، چرګ د اوس لپاره عدليي طب ته د څېړنو لپاره لیږل شوی.
دغه چرګ د یوې ښځې وه هغې په خپل کړي شکایت کې ویلي، چې ۷ کسان چې زموږ کور ته راننوتل او چرګ يې په شریکه وواژه، پولیس هم وايي، چې چرګ د ږیرې خریلو په بلیډ(پتري) باندې په اورمېږ کې وهل شوي او وژل شوی ده.
له بل خوا د چرګ د خاوند ګاونډیان هم مني چې څو ورځې وړاندې د دې دوه کورنیو تر منځ شخړه شوی وه او ډیر شک کیږي چې چرګ به دې کسانو وژلی وي، د پولیسو یو بل مشر رګهونات سنګ وایی، پر دغو ۷ کسانو د هند قانون ۴۲۹/ ۳۴۱/ او ۳۲۳ مادو مطابق شکایت ثبت شوی ده.
پولیس وايي، د عدلي څېړنو وروسته به د تورونو کسانو سزا محکمه ټاکي.


