افغانستانراپورونهسيمه او نړۍ

ولسمشر ټرمپ: “موږ همدا اوس له طالبانو سره پر یوه قرارداد بوخت یو”

په  ورته وخت کې زلمی خلیلزاد په قطر کې دی او له طالبانو سره د سولې په تړاو په غیر رسمي خبرو بوخت دی

تېره شپه امریکايي تلویزیون فاکس نیوز د ټرمپ له قوله خبر ورکړ چې موږ همدا اوس له طالبانو سره د سولې پر یوه قرارداد بوخت یو.

د امریکا ولسمشر یاد تلویزیون ته دغه خبره داسې مهال کړې چې ډاکتر زلمی خلیلزاد په قطر کې دی او له طالب مشرانو سره د سولې په غیررسمي خبرو اترو بوخت دی.

داسې ښکاري چې د امریکايي پوهنتون د استادانو او طالب بندیانو له تبادلې سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې له سره پيل شوې دي.

ورته مطالب

Back to top button