افغانستانراپورونه

سیګار: په افغان عسکرو نفوسي بریدونه ډېر شوي دي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې سرمفتش اداره یا سیګار وايي، د روان ۲۰۱۹کال په جون او اګست میاشتو کې د افغان دفاعي ځواکونو په لیکو کې ۳۰ داخلي بریدونه تر سره شوي دي.

سیګار پخپل تازه راپور کې ویلي، چې دا شمېر د همدې کال تېرو لومړیو درې میاشتو کې رامنځته شوو داخلي بریدونو ته دوه برابره زیاتوالی ښيي.

سیګار په یادو داخلي بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي. خو دغه ادارې ویلي، چې په جون او اګست میاشتو کې د افغان دفاعي ځواکونو مرګ ژوبله ۶۰ سلنه وه، چې د تېر ۲۰۱۸ میلادي کال همدې مودې ته دوه سلنه زیاتوالی پکې راغلی دی.

ورته مطالب

Back to top button