خلیلزاد د بندیانو تبادله وستایله

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د تبادلې د شرط له مخې د طالبانو له لورې د لسو تنو افغان امنیتي سرتېرو د خوشي کېدو هرکلی کړی او دا ګام یې د سولې بهیر د چټک کولو او تاوتریخوالي د کمولو لپاره ښه پرمختګ بللی.
ښاغلي زلمي خلیلزاد نن جمعه/نومبر۲۲مه پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي : «د طالبانو لخوا نن د ۱۰ افغان سرتیرو د آزادولو د خبر هرکلی کوم. دغه اقدام له هغه وروسته وشو چې افغان دولت د طالبانو بندیان خوشې کړل، او طالبانو د حسن نیت په جلا اقدام کې د افغانستان د امریکايي پوهنتون دوه پروفیسوران خوشې کړل.»
نوموړي هیله څرګنده کړې چې دا اقدامات سولې ته د نیږدې کېدو لامل شي.
نوموړي زیاته کړې: «هیله ده چې دغه اقدامات د دې لامل وګرځي چې تاوتریخوالی لږ شي او د داسې یو سیاسي جوړجاړي په لور چټک پرمختګ راولي چې افغان دولت، طالبان او نور افغان مشران پکښې ګډون ولري. افغانان سولې او امنیت ته هیلې لري او موږ وسره ولاړ یو.»
(۲/۱) د طالبانو لخوا نن د ۱۰ افغان سرتیرو د آزادولو د خبر هرکلی کوم. دغه اقدام له هغه وروسته وشو چې افغان دولت د طالبانو بندیان خوشې کړل، او طالبانو د حسن نیت په جلا اقدام کې د @AUAfghanistan دوه پروفیسوران خوشې کړل.




