افغانستانراپورونه

په افغانستان کې د (CIA) ترهګر ګروپونه

راپور: ټي آرټي ورلډ

ژباړه: موسی فرهاد

د سی آی اې په مرسته رامنځ ته شويو ملیشو په افغانستان کې تباهي جوړه کړي

د 2018م کال د دسمبر میاشت، نیمه شپه وه، د خوست د ضربتي ځواک غړو د افغانستان جنوب ختیځ ولایت پکتیا کې پر یوه کور چاپه واچوله، شپږ کسان یې ووژل.

په قربانيانو کې نعيم فاروقي، چې يو قومي مشر او د سولې د سيمه ييزې شورا غړی او د هغه وراره، ځوان زده کونکی شامل وو؛ دوی دواړه د خوست د ضربتیانو په نامه ملیشو لخوا پرسر سر وویشتل شول او ووژل شول.

دا لومړی ځل نه و چې دا ډول پیښه رامنځ ته کیږي.
د (KPF- Khost Protect Forces ) یا د خوست ساتونکی ځواک په نوم ملیشه یو له هغو قطعو څخه ده چې د سی آی اې لخوا هغه مهال رامنځ ته شوي، روزنه، تجهیز او تمویل یي وشو چې په لومړي ځل په افغانستان کې د امریکا لخوا د ترهګرۍ ضد په نوم جګړه پیل شوه.

له همغه راهیسي دا ملیشې په منظم ډول خپل عمليات ترسره کوي. په ډیری قضیو کې، یادي ملیشې ترهګر نه، بلکي ملکیان وژني، چې د عملیاتو ځانګړی تمرکز یې د افغانستان سویل ختیځ ولایتونو پکتیا، پکتیکا او خوست کې احساسیږي.

څرنګه چې په دې وروستیو کې د هیومن رایټس واچ له لوري، د یادو ملیشو په اړه راپور خپور شو، په ټوله کې دا راپور پر څوارلس14 بیلابیلو پیښو باندې تمرکز کړی، چې په ټول هیواد کې د تیرو دوو کلونو په اوږدو کې رامنځ ته شوي.

د راپور زیاتره سناریوګاني ډېري سره ورته وي، د دغو قطعاتو ملیشې د شپې په نیمایي کې د خلکو پر کورونو بریدونه کړي، ځیني وختونه امریکایي سرتیري هم ورسره وي، دوی ورځي په بې توپیره ډول خلک وژني. له دې وروسته دوی هڅه کوي چې پل یې څرګند نشي، خپلي نښي په هر ډول چې وي؛ پټوي یې، د کورنۍ کوم غړي چې ژوندي پاتې وي، هغوی له حال ویلو ډاروي.

وروسته له هغه چې ډونلډ ټرمپ د سپیني ماڼۍ واک ترلاسه کړ؛ په هیواد کې د سي آی اې عملیات په ډراماتیک ډول زیات شول.

اوس دا پوښتنه بېځوابه پاتي ده چې په افغانستان کې د احتمالي جوړجاړي له رامنځ ته کیدلو وروسته به له دې ملیشو سره څه کیږي؟
ژورنالیستان او د بشري حقونو څارونکي چې له کلونو راهیسې دا مسئله تعقیبوي؛ پدې پوهیږي چې د سي آی اې په ملاتړ دا ځواکونه اکثره وخت مخالفین نه وژني، بلکي ملکي وګړي په نښه کوي، د دوی په اند ممکن نور مخالفین راپیدا کړي.

کي پی ایف KPF او همدارنګه نوري بدنامي ملیشې لکه 01 ، 02 او داسي نوري، چې معمولاً د جنوب ترڅنګ په ننګرهار او نورو ساحو کې هم فعال دي؛ هرځای خپل تروریستي رژیمونه لري، او دوی پوهیږي چې که هر ډول جرم ترسره کړي، په مخ کې یې څه ستونزه نشته او دوی يې ترسره کولای شي.

“موږ د دې خلکو په وړاندې بې وسه یو، حتی افغان ولسمشر هم هیڅ نه شي کولی. دا ملیشې یوازې د امریکایانو په کنټرول کې دي. دوی څه چې وغواړي؛ ویي کړي، کولی یې شي “

دا او دا ډول څرګندونې هغه څه دي چې په عمومي توګه ما په خوست کې د څیړني پرمهال له خلکو اوریدلي.

د آسیا د همکارۍ سازمان رئیس او د راپور لیکوال، پیټریشیا ګوسمن وایي چې د ۳درې درجن عیني شاهدانو سره یې خبرې کړې.

“په پرلپسې توګه راته ویل کیدل چې دې ځواکونو په ساده ډول خلک د دوی په توقیف ځایونو کې هم ویشتلي، هرچا به د دوی د ناوړه شپنیو او بې توپیره هوایی بریدونو په اړه کیسې راته کولي”.

د ملګرو ملتونو په راپورونو کې په وار وار دا حقیقت ته ګوته نیوله شوې چې د سي آی اې روزل شوې، دولت پلوه ملېشې د ملکي وګړو وژلو ته په سیستماتیک ډول دوام ورکوي.

د یوناما د وروستي راپور پربنسټ، د جنوري او سپټمبر ترمینځ لږ تر لږه 484 ملکي وګړي د دوی لخوا وژل شوي دي.

په ورته وخت کې، د متحده ایالاتو هوایی بریدونه ډیر شوي. لکه څنګه چې پنټاګون پخپله پدې وروستیو کې څرګنده کړې، امریکایي ځواکونو یوازې د سپټمبر په میاشت کې 1113 هوایي بریدونه ترسره کړي، چې هره ورځ په اوسط ډول 40 هوایی بریدونه جوړيږي.

په ډیریو پیښو کې، د قربانیانو پیژندنه هم پټه پاتي کیږي، د سپتمبر په میاشت کې د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکو په برید کې تر30 ډیر ملکي وګړي ووژل شول، امریکایانو او د دوی افغان متحدینو دغو وژل شویو ته د داعشي افراطیانو نوم ورکاوه. په داسي حال کې چې دغه قربانیان د جلغوزیو راټولوونکي بزګران وو.

په یوه بله پیښه کې د هیواد په سویلي ولایت هلمند کې د واده د میلمنو یوه ډله په نښه کړل شوه، لسګونه ملکي وګړي مړه او ټپیان شول، پداسې حال کې چې افغان حکومت ادعا کوله چې د القاعده وسله وال مخالفین یې وژلي دي.

ټول هغه ملکي تلفات چې د امریکایی عملیاتو له امله رامینځته کیږي، او هغه رابرسیره کیږي، یعني خلک ورباندي خبریږي؛ هغه باید د وژل شویو ډېر لږ شمیر وګڼل شي چې په اړه ی خلک خبر شوي.

ولي چې ډیری ځایونه چې ملکي وګړي پکي وژل کیږي، هغه لیرې پرتي سیمي دي، چې د خبریالانو، د بشري حقونو د څارونکو، او د نورو نړیوالو سازمانونو لاس رسی ورته نه کیږي.

د بیلګي په توګه، یوناما د ملکي تلفاتو د شمیرني لپاره خورا دقیقه میتودولوژي کاروي، د هرې مرګ ژوبلې د تثبیت لپاره درې بیلابیلو سرچینو ته اړتیا لري. او دا کار طبعاً په لیري پرتو سیمو کې ډېر ګران وي. البته مجرمین، لکه د سي آی اې ملاتړي قطعات له دغه وضعیت نه ناوړه ګټه پورته کوي.

دا مهال په افغانستان کې ترټولو زیاتي نیوکې د ټرمپ ادارې ته متوجه دي، ځکه د سي آی اې پټ او ښکاره عملیات په افغانستان کې نوي نه دي، بلکي دوی د جورج ډبلیو بوش او بارک اوباما د حکومتونو پرمهال هم زیات عملیاتي رول لوبولی دی.

د مثال په توګه په 2012 کې په ننگرهار کې امریکایي عسکرو او د دوی افغان ملیشه یي قطعاتو د کلا شیخ په نوم یو کلي باندي برید وکړ، په ترڅ کې یې د عبدالهادي مهمند کور په ځانګړي ډول په نښه کړ، هغه څوک چې په جلال آباد کې یې له ځایي حکومت سره نږدې اړیکې درلودې، هغه، د هغه ورور او وراره یې ورته ووژل.

د عبدالهادي مهمند زوی، نور الهادي مومند لا هم تراوسه هغه چاپه هیره نه ده. هغه وایی: “دوی په بې رحمانه ډول کور ته راننوتل او بس یوازې ډزې یې پیل کړې، نور دوی پروا نه کوله چې څوک وژني او د چا وژلو ته راغلي دي.

کله چې بیا موږ د پلټنو او انصاف غوښتنه کوله؛ بس فقط دوکه کیدلو، نور هیڅ نه.

که څه هم دا مهال داسي نه بریښي چې متحده ایالات یا سي آی اې به د افغان ملکي وګړو د وژلو په جرم وپوښتل شي، خو دا حقیقت دی چې دا مرګونه د افغانانو پر روحياتو تل پاتي اغیز لرلای شي، او د دې بدو خاطرو وزن به خورا ډیر دروند وي. او ښایی چې په تلپاتي توګه د انتقام اخیستني د ښکیلتیا سبب شي.

ورته مطالب

Back to top button