افغانستانراپورونهسيمه او نړۍ
قطر: د طالبانو او امریکایانو تر منځ د بندیانو تبادلې کې مهم رول زموږ وه

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې دوحې د افغانستان د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشې کولو په هڅو کې یې مهم رول لوبولی دی.
طالبانو د تېرې سې شنبې په ورځ د حقاني شبکې د مشر ورور انس حقاني په ګډون د خپلو دریو ملګرو په بدل کې امریکایی کیون کینګ او استرالیايی ټیموټی ویکس چې په ۲۰۱۶ کال کې په کابل کې تښتول شوي وو، خوشې کړل.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دغه هېواد په افغانستان کې د سولې د ټينګښت او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د افغان حکومت او طالبانو لخوا د ښه نیت د دې اقدام هرکلی کوي. چارواکو ویلي چې کېنګ او ویکس جرمني ته رسېدلي او هلته د امریکا په یوه پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.



