
له هغې موافقې سره سم چې طالبانو په قطر کې له امریکایي استازو سره پرې هوکړه کړې وه، نن ورځ په هلمند ولایت کې لس۱۰ تنه افغان سرتیري چې طالبانو یې خلاصون خپل ښه نیت بللی وه، د سره صلیب نړیوالې ادارې ته وسپارل شول.
دغه افغان عسکر چې یو شمیر یې د هملند په چانجیر کې نیول شوي، زیاتره یې د ملي اردو اړوند دي چې له تیرو دریو کلونو را په دې خوا د طالبانو په بند کې ساتل کیدل.
ویل کیږي، یاد بندیان د سره صلیب له خوا افغان حکومت ته سپارل شوي تر څو له هغه ځایه خپلو کورنیو ته واستول شي.
د یادونې وړ ده چې څو شپې وړاندې طالبانو د امریکایي پوهنتون دوه استادان وروسته تر هغه خوشې کړل چې قطر کې د دوی سیاسي دفتر ته درې تنه طالب زندانیان واستول شول.
طالبانو ویلي وه چې د یادو استادانو تر څنګ به لس تنه افغان سرتیري هم د ښه نیت له امله خوشي کړي، چې دا پروسه نن په رسمي توګه ترسره شوه



