افغانستانراپورونه

په غور ولایت کې ملي اردو عسکر له سختې لوږې سره مخ دي

د غور ولایت سیمیز چارواکي وایي، په اوو مهمو ولسوالیو کې یې عسکر له سختې لوږې کړیږي او مرکزي حکومت او سیمیزه ولایتي اداره یې د اعاشې په برخه کې هیڅ همکاري نه کوي.

سلام وطندار خبري شبکې ویلي، د شهرک، تولک، تیوره، دولینه، پسابند، چهارسده او ساغر له هغو ولسوالیو دي چې امنیتي سرتیري په کې د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.
د یادو ولسوالیو ولسوالان وایي، د پوستو ډیری عسکر د بازارونو له دکاندارانو قرضدار دي او له همدې امله نه شي کولی د مخالفینو پر وړاندې جګړه مخته یوسي.
د تولک ولسوال سلیمان یوسفي وایي، وضعیت تر دې حده رسیدلی چې ممکنه ده زیاتره عسکر د لوږې له امله وظیفه پریږي.
د تیورې ولسوالۍ امنیې قوماندان حبیب الرحمان ملکزاده بیا وایي چې له تیرو دریو میاشتو راهیسې یې پولیسو ته اعاشه او خوراکي توکي نه دي رسیدلي او له همدې امله ډیری یې له دکانونو قرضدار هم دي.
د یادو ولسوالیو ولسوالان او مسؤلین وایي، اړوندو ولسوالیو ته یې ټولې ورغلې لارې د طالبانو له خوا تړل شوې او یواځې ملکي وګړي کولی  پرې تګ راتګ وکړي.

خو د یادو ولایت د والي ویاند عبدالحی خطیبي بیا یواځې دو ولسوالیو ته دخوراکي توکو نه لیږد  مني اوستونزه هم د لارو بندیدل یادوي، خو وایي نورو ولسوالیو ته یې اکمالات کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د ارزګان ولایت ځینو پولیسو هم د یوه لاریون په ترڅ کې له حکومت وغوښتل چې د دوی د اوو میاشتو ځنډول شوی معاش ورته ورکړي.

ورته مطالب

Back to top button