سلايډنظر او تحلیل

د دلیل او منطق یو بل ستوری هم و نړېد

پوهاند محمد اسمعیل یون

په افغانستان کې د جګړې په څلوېښت کې ناورین کې وحید مژده د هغو لیکوالو او مبصرینو له جملې څخه و ، چې هم یې فکر درلود او هم یې استقامت . په دې بهیر کې پر ده ډېر فشارونه راغلل ، خو ده خپل هوډ باینلود، هغه د مادیاتو پر وړاندې هم خپل ضمیر کمزوری نه کړ او د تصنعي ولسواکۍ په چاپېریال کې یې د غوړېدلیو پخوانیو جهادي جنګسالارانو پر وړاندې هم خپله قلمي مبارزه تر سره کړه. هغه د طالبانو په حاکمیت کې حکومتي دنده درلودله ،خو د هغوی د نظام تر سقوط وروسته یې هېڅکله هم لکه د ځینو نورو په شان هغو پسې د غیبت خوله خلاصه نه کړه؛ خپل فکري استقامت یې وساته.هغه د پاخه قلم ،درانه شخصیت او ژور نظر خاوند و.په پوره منطق یې د مقابل لوري خبرې اورېدلې او ځوابولې.نن چې ظالمانو هغه شهید کړ ، دا ددې مانا ور کوي چې لا هم دلته د استدلال په مقابل کې د توپک ژبه واکمنه ده. مژده یو اسلامپال او انساندوست افغان و.ډېر کلونه به تېر شي ، خو دا وطن به د مژده غوندې لیکوال په خپله لمن کې و نه غوړوي.
نږدې شپږ میاشتې کېدې چې مژده صاحب مې زړه کې ګرځېده، شپږم حس مې راته یو ډول وسوسه پیدا کړې وه، ما ویل مژده صاحب به ژوندون تلویزیون کې مېلمه کړم، یوه اوږده مرکه به ورسره وکړو، پر ژوند باور نه شته،د مژده صیب نږدې دوست ؛ صدیقي صیب وویل چې زه یې ضرور راولم،تلوېزیون کې به شورا هم وخورو ،ګپ به هم ولګوو او مرکه به وکړو،، خو د ګڼو مصروفیتونو له وجې تر نن ماښامه دا مرکه و نه شوه. کله چې ماښام نا وخته کور ته راغلم ،پر مژده صیب له شوي بریده خبر شوم، ژر مې صدیقي صیب ته زنګ وواهه، ما ویل د مژده صیب احوال راکړه، هغه وویل نه یم خبر،ژر احوال در کوم،څو دقیقې وروسته یې په ژړغوني غږ په ټلېفون کې وویل : مژده صیب مژده صیب ش ش شهید…..نور نو ټلیفون ګل شو.
مژده صیب لاړ ،بیا نه را ګرځي ،قلم شهید ، کتاب یتیم او یادښتونه په وینو رنګ پاتې شول.
ای وحیده ، ای شهیده ، ای ددې وطن د ارمانونو مژده! ته خو لاړې ته خو لاړې ، اوس اصلي مقام ته ورسېدې ،دلته خو دې ډېرې چغې ووهلې ،خو هېچا دې غږ وانورېد.د خدای ج مخلوق ډېر په تنګ کړې ، تر پایه دې قانع نه کړل،خو ګوره هلته چې د لوی خالق مخه کې ودرېدې ، ټول حقایق ؛ ویلي او ناویلي ورته په زېر او زور بیان کړه:
شهیدو تاسو نه که هلته چا پوښتنه وکړه !
ورته به وایې چې وطن کې بهېدلې او ښکې
تا خو دلته هر وخت سپینې سپينې ویلې،لوی رب ته ووایه چې هلته په وطن کې له تا منکر او پر تا مین ټول زموږ د ماشومانو پر ستنو چړې را کاږي ،هغوی چې ستا د دوښمنۍ توغ یې پورته کړی ، له هغوی خو ګیله نه لرو ،خو هغوی چې ستا په استازۍ جنګېږي د هغو د تهمت او ظلم توره تر ټولو تېره ده.
ای د وطن د ارمانونو مستدلل شهیده ، خپل رب ته هر څه ووایه ، د ټول وطن د سویو اسوېلو پیغام ورته ورسوه ، او له هغه ځایه موږ ته د سوکالۍ او تسکین یو مژده او یو زېری را ولېږه، ای وحیده ،ای مژده او ای شهیده…

ورته مطالب

Back to top button