افغانستانراپورونه

طالبانو په کندز کې ۱۳ د ملي اردو عسکر وژلي

طالبانو تیره شپه  د کندوز ولایت د امام  صاحب په ولسوالۍ کې  د ملي اردو په یو مرکز  برید وکړ چې وروسته نښته پیل شوه. پدې نښته کې  ۱۳ تنه افغان سرتیري مړه او ۵ تنه نور ټپیان شويدي.

د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې طالبانو تیره شپه په ناوخته ساعتونو کې د امام صاحب ولسوالۍ د ارباب خیلو په سیمه کې د افغان ځواکونو په مرکز  برید وکړ.

د بله پلوه د افغانستان د دفاع وزارت بیا  په کندوز کې د افغان سرتیرو د وژلو خبر ردوي او وايي چې افغان سرتیرو ته ځاني زیان ندی اوښتی.

طالبانو  د برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

طالبانو د ټولنیزې مډیا له لارې په کړو څرګندونو کې  ویلي دي چې تیره شپه يي  د کندوز د امام صاحب په ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو د برید سره  ګن شمیر سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

ورته مطالب

Back to top button