
قطر ته د انس حقاني او دوه طالب زندانیانو له رسېدو وروسته د امریکایي پوهنتون دوه استادان ازاد شوي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته د قطر دفتر یوشمېر سرچینو ویلي، چې دغه دوه بهرني استادان چې له طالبانو سره برمته وو، نن ازاد شوي دي او په خوندي ډول امریکایي لوري ته سپارل شوي دی.
نن د انس حقاني په شمول دوه طالب زندانیان قطر ته انتقال شول
ویل کیږي طالبانو د انس حقاني او دوه نور طالب زندانیانو د خلاصون په بدل کې ځینې ژمنې هم کړې دي.



