امریکا: د فوټبال په سیلانیانو برید ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
په امریکا متحده ایالتونو کې د فوټبال د سیالۍ په نندارچیانو وسله وال برید شوی دی.

د امریکا د کالیفورنیا په ایالت کې په وسله وال برید کې ۴ تنه وژل شوي دي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
پیښه د کالیفورنیا ایالت د فرسنو په ښار کې رامنځته شوې ده ، د یاد شوي ښار پولیسو ویلي دي چې برید کوونکي په یو بڼ کې د فوټبال د سیالۍ په نندارچیانو ډزې کړي دي.
په برید کې ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۶ تنه نور ټپيان شوي دي، برید د امریکا په ځايي وخت د ماښام په شپږو بجو رامنځته شوی دی.
د سیمې خبري رسنیو ویلي دي چې پدې برید کې ۳ تنو د پيښې په ځای کې ژوند د لاسه ورکړی وو او یو تن بل په روغتون کې ساه ورکړه.
ویل کیږي د پيښې ټپيان روغتونونو ته انتقال شوي دي چې د بعضو روغتیايي حالت يي د اندیښنې وړ دی.
پولیسو ویلي دي چې ددې برید په تړاو تر اوسه پورې څوک نیول شوي ندي. برید کوونکی په تیښته بریالی شوی دی او د نیولو په خاطر يي عملیات پيل شوي دي.
پولیسو د برید کوونکي د تشخیصیدو په اړه هم څه ندي ویلي.
د ویلو ده چې څه موده مخکې هم په همدې ایالت کې په یو ښوونځي وسله وال برید وشو چې په نتیجه کې ګن شمیر زده کوونکو ته مرګ ژوبله واوښته.



