
نن سه شنبه ولسمشر غني په یو ناڅاپی سفر جلال اباد ته لاړ یوې سرچینې ځلاند ویبپاڼې یو همکار ته ویلي چې ولسمشر د داعش تسلیم شوو بندیانو د لیدو لپاره ننګرهار مرکز جلال اباد ته لاړ.
دغه سرچینه زیاتوي، چې ولسمشر به په دغه سفر کې د داعش د ماتې اعلان کوي خو تر اوسه معلومه نه ده چې ولسمشر به داعش د تسلیم شوو بندیانو سره په راتلونکې کې څه کوي خو پخوا په حکومت د ځینو سیاسونو او طالبانو لخوا تور پورې شوی وه چې داعش جنګیالي تسلیم شوو په نوم خوندی ځایونو ته انتقالوي.
بلخوا جلال اباد ښار کې تېرې شپې راهیسې امنیتي تدابیر سخت شوي او په ښار دننه د لویو او کوچنیو موټرو تګ راتګ بند کړای شوی دی.
ولسمشر په داسې حال کې ننګرهار ته سفر کوي چې څو ورځې وړاندې د ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې دغه ولایت کې ورته د وروستیو دوه اوونیو عملیاتو کې ۶۱۵ داعش جنګیالي، مېرمنې یې او ماشومان تسلیم شوي دي.
دا له انتخاباتي کمپاینونو راهیسې جلال اباد ته د ولسمشر دریم سفر دی.



