
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو سرچینو تائید کړه، چې انس حقاني، حاجي مالي خان ځدراڼ او حافظ رشید په ځايي وخت بیګا ماخستن ۸:۳۰ قطر ته ورسېدل او ښايي ډېر ژر د طالبانو د سیاسي دفتر سره یو ځای شي.
د باوري سرچينو د خبر له مخې انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ عبدالرشيد پرون (دوشنبه) ماخستن قطر ته رسېدلي.
تمه وه چې دغه درې تنه طالب مشران د افغانستان امريکايي پوهنتون دوو تنو استادانو سره په تبادله کې د نومبر په لسمه خوشي شوي وای. ولسمشر غني تېره اوونۍ د دغو بنديانو خلاصون «سخته پرېکړه» بللې وه.
انس حقاني چې د طالبانو له لوري د مذاکراتي ټیم غړي په حیث اعلان شوی، په مذاکراتي پروسه کې يې شتون ددغې پروسې د چټکتیا او پرمختګ لپاره مهم بلل کیږي.
سره له دې چې افغان ولسمشر د دغو بنديانو خلاصون اعلان کړی و، خو د نامعلومو دلايلو له مخې دا چاره تر نن ورځې وځنډېدله. وروسته د ولسمشرۍ وياند صديق صديقي وويل چې دغه درې تنه لا هم د افغان حکومت په بند کې دي.
ويل کېدل چې د بنديانو د خلاصون په وروستيو شېبو کې امريکايي لوري له طالبانو غوښتي و چې افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او اوربند ومني. دا هغه غوښتنې دي چې طالبانو له امريکايي لوري سره د هوکړې لاسليک پورې غوټه کړي دي.
دا لا نه ده معلومه چې د پوهنتون استادان به کله او چېرته امريکايانو ته سپارل کېږي.



