افغانستانراپورونه

برتانې حکومت د خپلو عسکرو جنګي جنایتونه پټوي

برېتانوي ځواکونو په افغانستان او عراق کې جنګي جنایتونه ترسره کړي خو د برېتانیا حکومت یې د نورو پلټنو مخه نیولې ده (پلټونکې ډله)

د راپورونو له مخې، برېتانیا په عراق او افغانستان کې د خپلو ځواکونو پر جنګي جنایتونو پرده غوړوي. سپوږمۍ راډیو د ځينو راپورونو په حواله لیکلي چې د برېتانیا حکومت هڅه کوي هغه قضیې پټې کړي، چې په افغانستان او عراق کې په جنګي جنایتونو کې ددغه هېواد د ځواکونو ښکېلتیا ښيي.

په دې اړه د یوې پلټونکې ډلې غړي ویلي دوی ښکاره اسناد لري چې ښيي برېتانوي ځواکونو په افغانستان او عراق کې جنګي جنایتونه ترسره کړي خو د برېتانیا حکومت یې د نورو پلټنو مخه نیولې ده. په افغانستان کې د ناټو د ۱۹ کلن ماموریت په لړ کې ددغه سازمان د غړو هېوادونو سرتېرو ډول ډول جنګي جنایتونه ترسره کړي دي.

دوی عام افغانان وژلي، زنداني کړي، ربړولي او حیثیت ته یې زیان رسولی دی. د جرمونو نړیوالې محکمې څو ځله وغوښتل دغه جنایتونه وڅېړي خو تر دې دمه پر خپل کار بریالۍ شوې نه ده.

دغه راپورونه داسې مهال خپرېږي چې تازه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د عامو افغانانو په وژنه تورن دوه امریکايي عسکر له محاکمې پرته وبښل.

ورته مطالب

Back to top button