پاموړراپورونه

په دوبۍ کې د ترافیکي پيښو اصلي علت د جګو پوندو والا سینډل ښودل شوي

د متحده عربي اماراتو د ترافیکو ریاست ښځو ته مشوره ورکړي چې د ډرایوري په وخت کې جګ تلي والا سنډل پر پښو نکړي

د ګلف نیوز د راپور سره سم د دوبۍ د پولیسو يوې محکمې مشر حمد بن سلمان وايي، د ښځو د جګو پوندو والا سینډل د زیاتو ترافیکو پيښو اصلي علت کیدلي شي، هغه زیاتوي چې لومړۍ وجه د موټرونو تر منځ کمه فاصله ده او دوهمه وجه يې د جګو پوندو والا سینډل دي چې د زیاتو ترافیکي پيښو سبب کیږي.

د ترافیک پولیسو دغه مشر ښځو ته ویلي چې د جګو پوندو والا سینډلو سره به ډرايوري نه کوئ ځکه دغه سینډلو بیخ تیره څوکه د اکسلیټر یا بریک تر منځ ستونزه جوړوي، د هوار تلي والا پیزار د موټر د پښو د ځاې کارپیټ کې نه نښلي او جګو پوندو والا سینډل چې تېره بیخ لري د داسې ستونزو اساسي عامل ده.

ورته مطالب

Back to top button