افغانستانراپورونه

د پاکستان د لوړې تعرفې له امله په کندهار کې په لسهاوو ټنه انار خوسا شول

د تېرو کلونو په پرتله سږ کال په کندهار کې ښه انار شوي وه بڼوال ورته ډیر خوشاله وه چې د تېرو کلونو زحمت ثمره به هم سږ کال واخلو، سږ کال په کندهار کې تقریبا ۲۰۰ زره ټنه انار شوي دي چې پر وخت بازارونو ته د نه رسیدا له امله په باغونو کې د اورښتونو له امله خوسا شوي دي.

د کندهار ارغنداب یو له هغو ولسوالیو څخه ده چې ډیر انار پکې شوي دي خو ددغه ځاې بڼوال وايي، د پاکستان له لوري پر افغاني انارو د تعرفې لوړېدو له کبله یې ونشوای کولای چې پر وخت خپل حاصلات راټول کړي مګر د پنجشنبې په ورځ سختو اورښتونو یې د انارو لویه اندازه حاصلات زیانمن او خوسا کړي دي.

بڼوال وايي، پخوا  به مو انار هم کم کیدل خو د بازار په شتون کې به ښه عاید درلود، ډیرۍ انار به مو ګاونډیو هیوادونو ته صادریدل.

د کندهار انار د بازار د نه شتون له امله په داسې حال کې خوسا کیږي چې ولسمشرغني څو ځلې په کندهار کې د هوايي دهلیزونو پرانسته هم کړي.

ورته مطالب

Back to top button