افغانستانراپورونهروغتيا

افغانستان کې ککړه هوا له جګړو ډیر کسان وژني

افغانستان کې د هوا ککړتیا هغه ستونزه ده چې هر کال له افغانانو په زیاته اندازه قربانی اخلي.

د هوا پيژندنې نړیوال مرکز ویلی که څه هم افغانستان کې د هوا ککړتیا له امله د مړینې رسمي شمیر نه دی معلوم، خو کیدای شي چې دغې ښکارندې په ۲۰۱۷ کال کې د ۲۶ زرو کسانو ژوند اخیستی وي.

دغې ادارې ویلي د یونما د رپوټ پر اساس افغانستان کې په ۲۰۱۷ کال کې ۳۴۸۳ تنه د جګړې او تاوتریخوالي له امله وژل شوي دي، هغه کچه چې د ککړې هوا د قربانیانو په پرتله ډيره کمه ده.

افغانستان کې په ځانګړي توګه پلازمینه کابل کې هر کال د ژمي په رسیدو سره د هوا ککړتیا په اړه غبرګونونه پورته کیږي.

په دې برخه کې د نیوکو ټولې ګوتې د افغانستان چاپیریال ساتنې او نورو اړوندو ادارو ته نیول کیږي، چې د دې ښکارندوې مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

د چاپیریال ساتنې اداره وایي د ژمي په رسیدو سره ډيری خلک په خپلو کورونو او د ښار په حمامونو کې بې کیفیته او زیان رسوونکي توکي سوځوي.

ورته مطالب

Back to top button